د عاطفي خیریه بنسټ او عاطفي پوهنتون په همکارۍ د ګذر وکیلانو، د سیمه‌ییزو شوراګانو د رئیسـانو او مخورو لپاره د ښاري فرهنګ د پیاوړتیا او ودې دویم سیمینار ترسره شو.

web_admin
Mon, Jul 20 2026 9:09 AM
د عاطفي خیریه بنسټ او عاطفي پوهنتون په همکارۍ د ګذر وکیلانو، د سیمه‌ییزو شوراګانو د رئیسـانو او مخورو لپاره د ښاري فرهنګ د پیاوړتیا او ودې دویم سیمینار ترسره شو.

د هرات ښاروالۍ او عاطفي خیریه بنسټ ترمنځ د همکارۍ د تفاهم‌لیک پر بنسټ، د هرات ښاروالۍ د پنځلس‌ګونو ناحیو د ۱۲۰ تنو د ګذر وکیلانو، د سیمه‌ییزو شوراګانو د رئیسـانو او مخورو لپاره د حقوقي، امنیتي، ټولنیزو پوهاویو او ښاري فرهنګ د لوړولو په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.

په دغه روزنیز سیمینار کې د ښاري فرهنګ، د ښار په وړاندې د ښاریانو د مسؤلیتونو، د ګذر وکیل د محلي نظم په ټینګښت کې د رول، د شوراګانو د قانوني دندو، د وکیلانو د حقوقي پوهاوي، د کوچنیو شخړو د حل، د ښاري فرهنګ د ودې او د ښاري بیارغونې په برخه کې د خلکو د ګډون اړوند موضوعات وڅېړل شول.

د هرات ښاروال، الحاج مولوي حمدالله نعماني، د یاد پروګرام په پیل کې د ښار په وړاندې د ښاریانو مسؤلیتونو ته په اشارې سره وویل، چې د علمي او اکاډمیکو بنسټونو له لوري د فرهنګي او ټولنیزو پروګرامونو ترسره کول د خلکو د ژوند د وضعیت په ښه والي کې اغېزمن رول لري. نوموړي له ګډونوالو وغوښتل، څو له امارتي ادارو، په ځانګړې توګه د هرات ښاروالۍ سره، هر اړخیزه همکاري وکړي.

همدارنګه، د هرات ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ رئیس مولوي عبدالواحد خیرخواه، د عاطفي خیریه بنسټ مرستیال عبدالظاهر ارشاد، د ښاري حکومتولۍ آمر جمعه‌خان اسلام‌پال او د فرهنګي او ټولنیزو چارو آمر حاجي غلام حضرت امیني، په خپلو ویناوو کې د ګذر وکیلانو او د شوراګانو د رئیسـانو د فعال ګډون ستاینه وکړه او دغه پروګرام یې د محلي مدیریت د پیاوړتیا او د خلکو او دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ د زیاتوالي لپاره یو اغېزناک ګام وباله.

د پروګرام په پای کې ټولو ګډونوالو ته د ګډون تصدیق‌لیکونه ووېشل شول او تنظیموونکو د ورته روزنیزو پروګرامونو پر دوام ټینګار وکړ. د هرات ښاروالۍ او عاطفي خیریه بنسټ مسؤلین وایي، ټاکل شوې ده چې د همدې بهیر په دوام، دغه روزنیز پروګرام د هرات ښاروالۍ د پنځلس‌ګونو ښاري ناحیو د ټولو ګذر وکیلانو او د انکشافي شوراګانو د رئیسـانو لپاره، د خلکو د ظرفیت لوړولو په موخه، هم ترسره شي.

Latest news

BACK TO NEWS