د هرات ولایت د پنج ستاره هوټل پر دېوالونو د انکشافي پروژو انځورګري او رنګول، او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د پیغامونو لیکل!
د هرات ولایت د محترم مقام د لارښوونې له مخې او د ښاري سړکونو او څلورلارو د ښکلا په موخه، د هرات ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو آمریت، د باغ اسلامي څلورلارې او د هرات د پنج ستاره هوټل دېوالونه رنګ کړل، انځورګري یې پرې ترسره کړه او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله په پیغامونو یې ښکلي کړل.
د هرات ښاروال، محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني، د پنج ستاره هوټل د دېوالونو د رنګولو له بهیر څخه د لیدنې پر مهال، د ښاري عمومي او فرعي سړکونو د پاکوالي او ښکلا پر ساتنې د ټینګار ترڅنګ، د هرات ښاروالۍ د تنظیف او شنهوالي برخو مسئولینو ته لارښوونه وکړه، چې د پاککارۍ، د پارکونو او شنو ساحو د ساتنې په برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي.
د هرات ښاروال د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د پیغامونو خپرول د بېلابېلو لارو چارو له مخې، د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمانونو او احکامو د تطبیق په برخه کې ګټور وبلل.
په همدې حال کې، د هرات ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ رئیس، مولوي عبدالواحد خیرخواه، وایي چې د دې ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو آمریت د سترو انکشافي پروژو، لکه سلما بند، پاشدان بند، د هرات – خواف د اوسپنې پټلۍ، د ټاپي پروژه او د هرات د سمنټو پروژه، د انځورونو په طرحه کولو سره د دې ګڼې ګوڼې سیمې ښکلا لا زیاته کړې او د سترو انکشافي پروژو د تطبیق په اړه یې د ښاریزانو د هیلو او باور سبب ګرځېدلی دی.
په ورته وخت کې، د دې ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو آمر، حاجي مولوي غلام حضرت امیني، وایي چې د باغ اسلامي څلورلارې او د پنځه ستوري هوټل د دېوالونو په موقعیتونو کې په ټولیز ډول د ۷۵۰ مترو څخه په زیاته کچه انځورګري او رنګول ترسره شوي دي او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې د عامه ځایونو یو شمېر نور دېوالونه هم د دغه آمریت له لوري رنګ او شعارونه پرې ولیکل شي.
