د هرات ښاروالۍ څوارلسمې ناحيې اړوند حاجي مشک بابا ګذر، غلوار حصه، د کانګريټ ريزۍ پروژه سره د کانال جوړولو په لګښت د زياد تر 9.5 ميلىونه افغانۍ د ښاروالۍ د پرمختيايي بودجي نه افتتاح شول!

ياده پروژه په حضور د هرات ښاروالۍ محترم ښاروال الحاج ملا نعمت الله حسن حاجي صاحب، آمرين د دفتر او څوارلسمې ناحيې د سيمې سپین ږیري او مشران دغه پروژه په اوږدوالي په مختلفو برخو کې 4"6"8"متره، او پلنوالى 3 متره په لګښت د شاؤخوا (9 میلیونه 700 زره افغانۍ) د ښاروالۍ د پرمختيايي بودجي نه تطبیق او افتتاح شول.

د هرات ښاروالۍ محترم ښاروال د دغه افتتاحيې په مراسمو کې خبريالانو ته وویل کومې پيسې چې د خلګو څخه د ښاري خدماتو په برخه کې لاسته راځي د ښار د پياوړتيا او آبادولو په برخه کې په مصرف رسيږي.
د هرات محترم ښاروال د ښار د عامو خلګو نه غوښتنه وکړه چې د ښار د تنظيف او آبادولو او پرمختيا لپاره د ښاروالۍ سره پوره مرسته وکړي.

په دغه حال کي د څوارلسمې ناحيې خلکو د دغه پروژې د کار په شروع کولو خوښي څرګنده کړه او د ښاروالۍ دا شان کړنې د ستاينې وړ وګڼلې او د نورو خلګو يې وغوښتل چې د ښاروالۍ ادارې سره پوره مرسته وکړي.
د ويلو ده چې ياده پروژه به د بنياد برتر سړک جوړونې قراردادي شرکت له لوري په شاؤخوا پنځو مياشتو کې تکمیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.