د هرات ښاروالې لخوا د شاوخوا ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د دویمې او لسمې ناحیو اړوند د درب قندهار سه پلک ها له مسیر څخه تر بروغ ها دل‌قرار پورې د سړک د ختیځ لین د قیر اچونې پروژه پرانیسته او کاریې پیل شو.

web_admin
Mon, Nov 09 2026 3:16 PM
د هرات ښاروالې لخوا د شاوخوا ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د دویمې او لسمې ناحیو اړوند د درب قندهار سه پلک ها له مسیر څخه تر بروغ ها دل‌قرار پورې د سړک د ختیځ لین د قیر اچونې پروژه پرانیسته او کاریې پیل شو.

د هرات ښار د دویمې او لسمې ناحیو اړوند د درب قندهار د سه پلک ها له مسیر څخه تر بروغ ها دل‌قرار پورې د سړک د ختیځ لین د قیر اچونې پروژه، د ښاروالۍ د پراختیایي بودیجې څخه د ۳۹ میلیونه او ۸۹۳ زره او ۵۵۰ افغانیو په لګښت، په رسمي ډول پرانیستل شوه او عملي چارې یې پیل شوې.
دغه پروژه د ۲۱۵۰ مترو په اوږدوالي او ۱۰ مترو په سور سره، د هرات ښاروال الحاج مولوي حمدالله نعماني له لوري، د ښاروالۍ د فني او مسلکي رئیس انجینر محمد ایوب سیف‌الجهاد، د دویمې او لسمې ناحیو آمرانو، د ښاروالۍ د څارنې او ارزونې آمر، سیمه‌ییزو مشرانو، د ګذر وکیلانو، د پراختیایي شوراګانو رئیسانو او یو شمېر سیمه‌ییزو اوسېدونکو په حضور کې پرانیستل شوه.
د هرات ښاروالۍ مسؤلینو د دې پروژې پلي کېدل د سړکونو د وضعیت د ښه‌والي، د تګ راتګ د اسانتیا او ښاریانو ته د لا ډېرو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې اغېزمن بللي او د هغې د پلي کېدو د کیفیت پر څارنې یې ټینګار وکړ.
په همدې حال کې، د اړوندو ناحیو یو شمېر اوسېدونکو د دې پروژې د پیل له امله خوښي څرګنده کړې او د تګ راتګ د وضعیت ښه‌والی، د ترانسپورټي ستونزو کمښت، ارتباطي لارو ته د اسانه لاسرسي او د ښاري اسانتیاوو رامنځته کېدل یې د دې پروژې له مهمو ګټو څخه بللي او د چارو د معیاري او پر وخت پلي کېدو غوښتنه یې کړې ده.
له بلې خوا، د سلما ټاور ساختماني او سړک جوړونې شرکت مسؤلینو د کار د کیفیت په اړه ډاډ ورکړی او ټینګار یې کړی، چې دغه پروژه به د تخنیکي مشخصاتو مطابق، په غوره کیفیت او ټاکلې موده کې بشپړه کړي.
د یادونې وړ ده، چې ټاکل شوې دغه پروژه د سلما ټاور ساختماني او سړک جوړونې شرکت له لوري د شپږو تقویمي میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

Latest news

Sat, Nov 07 2026 10:43 AM
Background image

Herat Mayor Inaugurates Nearly AFN 15 Million Rehabilitation Project at Taraqi (Malikyar) Park

The rehabilitation and reconstruction project of the southwestern section of Taraqi (Malikyar) Park, located adjacent to the existing gymnasium in District 4 of Herat City, was. . .

BACK TO NEWS