د هرات ښاروالۍ د پراختیایي بودیجې څخه د شاوخوا ۴.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د مارکېټونو د تنظیم آمریت د دوه پوړیز اداري ودانۍ جوړولو پروژه پرانیسته او کار یې پیل شو.

web_admin
Mon, Nov 09 2026 3:09 PM
د هرات ښاروالۍ د پراختیایي بودیجې څخه د شاوخوا ۴.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د مارکېټونو د تنظیم آمریت د دوه پوړیز اداري ودانۍ جوړولو پروژه پرانیسته او کار یې پیل شو.

د هرات ښار د اتمې ناحیې اړوند د تخت صفر میدانچې په ساحه کې د مارکېټونو د تنظیم آمریت د دوه پوړیزې اداري ودانۍ جوړولو پروژه، د هرات ښاروالۍ د پراختیایي بودیجې څخه د شاوخوا ۴.۷ میلیونه افغانیو په لګښت، د هرات ښاروال الحاج مولوي حمدالله نعماني له لوري، د ښاروالۍ د فني او مسلکي رئیس انجینر محمد ایوب سیف‌الجهاد، د څارنې او ارزونې او اتمې ناحیې د آمرانو، د انجینرۍ عمومي مدیر، سیمه‌ییزو مشرانو، د ګذر وکیلانو او یو شمېر اړوندو مسؤلینو په حضور کې په رسمي ډول پرانیستل شوه او عملي چارې یې پیل شوې.
د هرات ښاروالۍ مسؤلینو د دې پروژې د اهمیت په اړه وویل، چې د مناسب اداري چاپېریال رامنځته کول د مارکېټونو د تنظیم او مدیریت د بهیر د ښه‌والي، د ښاروالۍ د عوایدو د سرچینو د زیاتوالي او د دې برخې مراجعینو او ښاریانو ته د لا ډېرو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې مهم دي.
له بلې خوا، په سیمه کې کارکوونکو هم د دې پروژې پیل د کار او دندې د فرصتونو د رامنځته کېدو لپاره یو ښه فرصت بللی او په ښار کې یې د پراختیایي پروژو د پلي کېدو له امله خوښي څرګنده کړې ده.
په همدې حال کې، د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې د پیل هرکلی کړی او د دا ډول پروژو پلي کېدل یې د ښاري زیربناوو د پراختیا او د خدمتونو د وړاندې کولو د بهیر د ښه‌والي لپاره اغېزمن بللي او د عمراني پروژو د دوام غوښتنه یې کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې ټاکل شوې دغه پروژه د «انکشاف غرب» ساختماني شرکت له لوري د شاوخوا شپږو تقویمي میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

Latest news

Sat, Nov 07 2026 10:43 AM
Background image

Herat Mayor Inaugurates Nearly AFN 15 Million Rehabilitation Project at Taraqi (Malikyar) Park

The rehabilitation and reconstruction project of the southwestern section of Taraqi (Malikyar) Park, located adjacent to the existing gymnasium in District 4 of Herat City, was. . .

BACK TO NEWS